Banner

غزل: خيال حيدرخېل/ سعودي عربستان

11.02.2010 19:10

د غريو نيولي شوخ نظر تنده پرې نه ماتيږي
ښکلي خو ډير دي د دلبر تنده پرې نه ماتيږي

ستا د وطن د ماښامونه رڼا زړه چوي خو
زما د چم د ماذديګر تنده پرې نه ماتيږي
هسې منګي دي چا اثار د زمانې ساتلي
د مات بنګړيو د ګودر تنده پرې نه ماتيږي
په ورځ مينو ته څيره د سپوږمۍ مه ورښايه
منم ښايسته ده خو د لمر تنده پرې نه ماتيږي

که د ساقي د ميکدې شراب په سر واړوي
خياله د شونډو د کوثر تنده پرې نه ماتيږي

کریم الله مشکور خوست 12.02.2010 08:00

حیال صاحب ډیر ښکلی عزل د لیکی دی قلم د تاند اوسه
او دابیت خو یی ډیر ښکلی دی
ستا د وطن د ماښامونه رڼا زړه چوي خو
زما د چم د ماذديګر تنده پرې نه ماتيږي
ځکه زه هم د مسافری په درسل کی یم
کریم الله مشکور karim.mashkor@yahoo.com

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.